پروان کې طالبانو د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ کارکوونکي برمته كړي دي.
ځایي چارواکو ویلي، طالبانو د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې د کمېسیونونو د کارکوونکو ترڅنګ د ټاکنیزو ټیمونو او څارونکو بنسټونو ۱۷ ناظرین هم بېولي دي.
د پروان د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالقهار وهاب صافي ويلي، د غوربند درې اړوند د شينوارو ولسوالۍ په نمک اب سيمه کې طالبانو د ټاکنو په ورځ ٩ تنه د ټاکنیزو کمېسيونونو کار کوونکي او ١٧ څارونکي له ځان سره بېولي دي.
عبدالقهار وهاب ویلي، اوس یې د سيمې د قومي مشرانو له لارې هڅې پیل کړي چې دغه کسان راخوشې کړي.
طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.