امریکا: د ولسمشرۍ نوماندان دې شفافیت ته لومړیتوب ورکړي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې له وخت مخکې د پایلو په اړه قضاوت نه کوي.
کابل کې د امریکا سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر حکومت او د ولسمشریزو ټاکنو پر نوماندانو غږ شوی چې شفافیت ته دې لومړیتوب ورکړي.
امريکا سفارت وايي، په داسې حال کې، چې د ټاکنو کمېسيون لخوا رسمي پايلو ته انتظار کوي له نوماندانو او رايه اچوونکو غواړي، چې د پايلو په اړه له وخته مخکې قضاوت و نه کړي.
اعلامیه کې ولسمشريزو ټاکنو کې د افغانانو ګډون سربیره د ډاډمن امنيت برابرولو او د ټاکنو کمېسيون کار کوونکو د مسلکي کړنو په موخه له امنيتي او ټاکنيزو ادارو هم ستاينه شوې.