د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم و ویل ترکیه او امریکا د دغه هیواد په شمال کې غیر قانوني شتون لري او باید ووځي.
المعلم وايي، که بهرني ځواکونه د دوی په خاوره کې پاتې شي وضعیت به نور هم خراب شي.
هغه وویل، بهرنيان د حکومت تر صلاحیت پورته په سوریه کې خپل شتون مخ ته وړي او دا د سیمې او د هیواد امنیت ته ګواښ دی.
سوریه ادعا لري چې په تېر اته کلنه کورنۍ جګړه کې بهرنیانو ډیر لاس درلود.
په دغه جګړه کې تر اوسه له درې لکو زیات ملکيان وژل شوي او څو میلیونه نور له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.