ملي امنیت شورا د زرګونه جنایاتو په نوم لیکلی کتاب خپور کړ.
د افغانستان ملي امنیت شورا د زرګونه جنایاتو په نوم هغه کتاب چاپ کړ چې په نږدې دوه لسیزو کې طالبانو په کې ملکي وګړي په نښه کړي.
د زرګونو جنایاتو په نوم دغه کتاب کې راغلي چې طالبانو د افغانستان زیربناوو او اساساتو ته درانده زیانونه اړولي دي.
د زرګونو جنایاتو په نوم دغه کتاب پاڼو کې د ۱۶ ولایتونو هغو اوسیدونکو عکسونه هم چاپ شوي چې د ملي امنیت شورا په خبره نږدې دوه لسیزو کې طالبانو وژلي دي.
سرچېنې لیکلي، د زرګونو جنایاتونو د کتابونو دا لړۍ به دوام وکړي او پاتې نورو ولایتونو کې به هم ورته پېښې راواخلي.