ټاکنو کمیسیون پر خپل مدیریت ډاډه دی، او زیاتوي چې ټاکنې به د تېر په پرتله ښيې وي.
ټاکنیز کمېسیونونه په دقت او احتیاط ګامونه اخلي چې د تېرو کمېشنرانو په برخلیک اخته نشي.
د کمېسیون مسولین وايي، دواړو کمېسیونونو د شفافیت لپاره ګډ کار کړی او د دوام لپاره یې د ګډې همکارۍ هوکړه کړې.
د ټاکنو کمېسیون کمشنران ډاډه دي چې ټاکنو ته پورته چمتوالی لري او حق به حقدار ته وسپاري.
اوسني کمشنران له مخکنیو کمشنرانو سره د کار توپير په دې کې بولي چې د شفافیت لپاره یې زیاتې عملي هڅې کړي او ویره نه لري چې ټاکنې به بحراني شي.
ټاکنو کمېسیون وايي، ولسوالیو ته د موادو لیږد لړۍ روانه ده چې د سلنې له مخې کار وروستي کېدو ته نیږدې شوی، خو د امنیت برخه کې تر اوسه امنیتي سکټور غوڅ ځواب نه دی ورکړی چې د څومره مرکزونو امنیت خوندي کولی شي.
شکایتونو کمېسیون هم خپلو کارونو ته د رسېدنې خبره کوي او وايي، تر اوسه ورسره ۸۱ شکایتونه ثبت شوي چې ډیری یې څېړل شوي دي.
ټاکنو ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي او له ټاکنو یوه ورځ مخکې به ټولو مرکزونو ته ټاکنیزو مواد ورسیږي.