بهرنیو چارو وزارت په تورخم کې د دروازې د ۲۴ ساعته پرانستې هرکلی کړی، خو د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پیژني.
بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا چې په تورخم کې دروازه په ۲۴ ساعته توګه پرانستل شوه، هر کلی یې کوي، خو دا نه مني چې ډیورنډ دې رسمي کرښه وي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې برخه کې د افغانستان د حکومت پر پخواني دریځ ولاړ دي چې هېڅکله به د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت ونه پيژني.
عام خلک د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له دغه اقدام او هوډ هرکلی کوي او دې برخه کې د حکومت سخت ملاتړ کوي.
پاکستان بیا د ډیورنډ فرضي کرښې ته رسمي پوله ویلې او خبرداری یې ورکړی چې نه منل به یې په افغانستان کې سوله زیانمنه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه خبره رد کړه چې ګواکې د تورخم د ۲۴ ساعته پرانیستې هر کلی کوي، خو ډیورنډ د دواړو هېوادونو په منځ کې د رسمي کرښې په توګه نه پېژني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې په دې تړاو غیر مسوولانه او ناجایزه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې، له افغانستان سره ټاکل شوې پوله په نړیواله کچه منل شوې او له ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو پر اساس ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری هم ورکړی چې د کابل دا ډول څرګندونې یې د سولې لپاره هڅې او همکاري زیانمنولی شي.
پر ډیورنډ فرضي کرښه دغه ناندرۍ وروسته له هغې بیا تازه شوې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تورخم کې دروازه په ۲۴ ساعته توګه پرانسته او په لوحه یې لیکل شوي و چې ګواکې له افغانستان سره پر پوله دا بندر پرانیستل کېږي.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر عام افغانانو هم د پاکستان لخوا د دغې لوحې اېښودل غندلي او له حکومت یې غوښتنه کړې چې داسې مراسمو ته دې خپل چارواکي نه ورلېږي.