په غزني کې د زابل د وروستي برید طرحه کوونکی ونیول شو.
]د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند احمد صادق عیسی وايي، تېره شپه افغان ملي اردو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې درې وسله وال د دوو مازدا موټرونو سره چې د موټربم بریدونو لپاره چمتو شوي وو، نيولي دي.
د عیسی په خبره نيول شویو بریدګرو کې یو هغه کس هم نیول شوی چې د زابل وروستی برید یې طرحه کړی و.
د زابل وروستي برید کې تر څلوېښتو زیات کسان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپيان شوي وو.
د نیول شویو کسانو په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.