جلال اباد ښار کې د برښنايي تذکرو پرمرکز جګړه له پنځه ساعته وروسته پای ته ورسیده .
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند څلور تنه وسله وال بریدګر د برښنايي تذکرو مرکز ته دننه شول.
وسله و الو برید په یوې چاودنې پيل کړ او درې تنه چې په وسلو سمبال وو ودانۍ ته دننه شول.
په ودانۍ کې کارکوونکي هم بند پاتې و چې اته تنه یې ټپيان شول.
د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وايي، په برید کې د یاد ریاست اته کارکوونکي ټپيان دي او روغتون ته انتقال شوي دي.
یوې باوري سرچېنې شمشاد ته وویل، بریدګر څلور تنه دي او په درنو او سپکو وسله سمبال دي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلي تر اوسه د پېښې له ځایه ورته پنځه مامورین او یو سرتیری په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
د پېښې له ځای څخه امنيتي ځواکونو د برېښنايي تذکرو دولس ټول کارکوونکي وژغورل او ماخوستن مهال یې ټول بریدګر له منځه یوړل.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.