د وارداتي برښنا درې نورې ستنې هم په بمونو والوځول شوې.
د وارداتي برښنا درې نورې ستنې هم په بمونو والوځول شوې.
دغه درې ستنې د مرکز بغلان حسن تال سیمه کې الوځول شوي او داسې راپورونه ورکړل شوي چې درې نورو پایو ته هم بمونه ایښودل شوي دي.
له تیرې ورځې راپدیخوا د بغلان په ډنډ شهاب الدین د کندز بوز کندهاري او اوس بیا مرکزي بغلان سیمو کې د برښنا پایې په بمونو الوځول کیږي.
د کندز برښنا شرکت رییس ویلي، طالبانو اجازه نه ده ورکړې چې نړیدلې پایې بیرته ورغوي.
هغه سیمې چې د برښنا ستنې په کې الوځول شوي هلته د طالبانو واکمني ده خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.