د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د کابل ښار چهار اسیاب ولسوالۍ کې د چاودنې له امله څلور سرتېري وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویلي، په سیمه کې وسله واله نښته نه ده رامنځته شوې. د ملي دفاع وزارت زیاته کړې چې په چاودنه کې درې نور سرتېري ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.