اته سوه پاک کسان کولی شي، د هېواد عاید دوه برابره کړي.
تېره اونۍ د لومړي ځل لپاره د حیرتان بندر له لارې د اورګاډي پټلۍ په وسیله د چین هېواد ته د افغانستان د صادراتي توکو لومړنۍ جوپه، چې یوولس سوه ټنه قیمتي ډبرې وې صادر شول.
ولسمشر غني، چې په دغو مراسمو کې وینا کوله وویل، د ده د محاسبې له مخې که د هېواد په اتو بندرونو کې اته سوه پاک او په وطن مین کسان وي، د هېواد عاید به دوه برابره زیات شي.
ولسمشر دغه راز د وارداتو او صادراتو او د عوایدو او مصارفو په تعادل ټینګار وکړ.
ولسمشر، چې په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو کې وینا کوله، چین ته د لومړنۍ محمولې صادریدل یو نیک اقدام یاد کړ، خو په خبره يې چې یوازې دومره کافي نه دي او باید صادرات مو د وارداتو پنځه چنده شي.
ولسمشر چې په بندرنو کې یې په پاکو او وطن مینو اشخاصو په ګمارنه ټینګار کاوه زیاته کړهو چې ډیر ژر به د تورخم، بولدک او غلام خان لارې د څلورویشت ساعتونو لپاره خلاصي شي.
ولسمشر چې زیات معلومات ورنکړل، زیری ورکړ، چې قزاقستان سره به په څو اونیو کې یو ستر تړون وشي، چې پکې به د افغانستان صادرات دوه چنده شي.