افغان حکومت او طالبان باید مخامخ خبرې پیل کړې چې جګړه ختمه شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، یوازې د افغانانو خپلمنځي خبرې دغه هیواد کې جګړه ختمولای شي.
د سولې وزارت بیا د سولې په روانو هڅو ټينګار کوي او وایي چې د افغان حکومت له لوري د سولې خبرې نه دي درېدلي.
د امریکا له لوري د سولې د خبرو له درېدو سره سم په افغانستان کې جګړې زور اخیستی.
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د تېر یوه کال هڅې په افغانستان کې د سولې د راتګ هیله مندي زیاته کړې او هغه مهال به مثبتې پایلې ولري چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.
تدامیچې یاماماتو داسې ویلي ((دغه شخړه یوازې هغه مهال پای ته رسیږي چې د افغانانو تر منځ خبرې اترې وشي، دغه خبرې به هله مثبتې پایلې ورکړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني. دغه ناسته چې څومره ژر کیدای شي، باید وشي. د دې کار لپآره ډېرې هڅې شوي دي.))
هغه زیاته کړه ((د افغان سولې په برخه کې باید داسې هڅې هم وشي چې د سیمي هیوادونه یا یا ګاونډیان هم پکې رغنده رول لوبوي باید مشورې ورسره وشي، او له هغوی سره په دې تړاو تړونونه وشي تر څو هلته یوې سولې ته ورسېږي))
له بل پلوه د سولې وزارت د حکومت له لوري د سولې په خبرو ټینګار کوي او وایي چې د امریکا له لورې د خبرو له درولو سره سره لا هم د افغان حکومت هڅې روانې دي چې سولې ته ورسیږي.
سره له دې چې امریکا د سولې خبرې لغوه کړي خو ملګري ملتونه د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ ناستې تر څنګ د ګاونډیو هیوادونو پر مشورو هم ټینګار کوي چې د سولې په پروسه کې مهمه ونډه درلودی شي.