د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د عملي کیدو او لاسلیک پرڅرنګوالي خبرې روانې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد او په افغانستان کې د امریکايي ځوکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر دوحې ته رسیدلي او له طالبانو سره یې خبرې کړي.
له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی اسلام اباد کې دی چې پاکستاني چارواکو سره افغان سوله باندې خبرې وکړي.
پنټاګون ویلي، له طالبانو سره خبرې او هوکړې په دې مانا دي، چې موږ دې له طالبانو سره معامله وکړو.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم له امریکايي لوري د وروستيو خبرو په تړاو ډاډ ښيی چې مثبت پرمختګونه پکې شوي دي .
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین داسې ویلي (( له امریکایې لوري سره مو د شپې تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس درلود ملا برادر اخند او ورسره پلاوي یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود، دواړه مجلسونه مثبت وو او ښه پر مختګ وشو.))
د سولې د وروستي شوي تړون په تړاو د طالبانو او امریکا له خبرو ښکاري چې هیڅ ډول ستونزه نشته او لاسلیک ته چمتو ده.
د ولسي جرګې ځینې غړي بیا ټینګار کوي چې د سولې هوکړه لیک په لاسلیک دې بیړه وشي چې بین الافغاني خبرې پيل شي.
له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ۱۷ کسیز پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی چې له پاکستاني چارواکو سره افغان سوله باندې خبرې وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر بیا ویلي چې دوی له طالبانو سره د سولې خبرې او هوکړه لاسلیک کوي، خو دا په دې مانا نه ده چې ګنې امریکا هر ډول معاملې ته چمتو ده.