• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ قطر کې یوځل بیا د سولې خبرې پيل شوې

admin by admin
2019/09/07

قطر کې یو ځل بیا د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې.

تیره پنجشنبه زلمی خلیلزاد او سکاټ مېلر له کابل دوحې ته تللي، څو له طالبانو سره په اختلافي مسایلو بحث وکړي.

د ځینو مخالفتونو سره سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لړۍ روانه ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر له طالبانو سره د لسم پړاو په لومړۍ ورځ څو ساعته د تړلو دروازو تر شا خبرې کړي دي.

ویل کېږي، دغه پټې خبرې د څو ساعتونو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ په تخنیکي مسایلو ورټولې وې.

خلیلزاد او سکات میلر داسې مهال له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر کړی، چې د امریکا کانګرس د دې هیواد له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق په تړاو دې وضاحت ورکړي.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، (( پرون مو له امریکایې لوري سره دشپي تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس در لود او نن ماښام محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود. دواړه مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ وشو.))

له دې سره امریکا ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر وځنډېده.

ټاکل شوې وه محمد اشرف غني واشنګټن ته لاړ شي، خو د ځینو سرچینو په خبره د افغان سولې په تړاو د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د اختلاف له امله دغه سفر ځنډېدلی دی.

سرچینې وایي، دغه پلان شوی سفر تر نامالومې نیټې پورې ځنډېدلی دی.

ټاکل شوې وه، ولسمشر غني له یوه ۱۳ کسیز پلاوي سره واشنګټن ته تللی وای او له ډانلډ ټرمپ سره یې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون پر سر بحث کړی وای.

ارګ د دې سفر د ځنډېدو او یا ترسره کېدو په تړاو جزیات نه دي ورکړي، خو سرچینې وایي، د افغان سولې په تړاو د امریکا او افغان حکومت تر منځ د ګډې اعلامیې پر سر د نظر اختلاف له امله دغه سفر ځنډېدلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist