د افغانستان چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران نن په اسلام کې درې اړخیزه غونډه لري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په دغه غونډه کې به د افغانستان د سولې، ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې، امنیتي همکاریو او د سیاسي اړیکو پر سر خبرې وشي.
د افغانستان چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې غونډې په دوه زره ولسم کال کې پیل شوې
اسلام اباد کې د نن جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل پاکستاني او چینايي همپوړو سره ګوري
ددغو درې اړخیزو لومړنۍ هغه په دوه زره ولسم کال کې د چین په بیجینګ کې دویمه یې د دوه زره اتلسم کال ډیسمبر کې کابل کې او دریمه یې نن په اسلام اباد کې جوړه شوې.