وروستۍ موندنې ښیی چې په افغانستان کې د بې سوادۍ کچه په لوړېدو ده.
افغانستان کې د لیک لوست نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم ۴۲ سلنه افغانان لیک لوست نه شي کولای .
د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې ددغو کسانو ډېری برخه ښځې جوړوي.
چارواکي اندېښمن دي چې دغه شمېرې ورځ تربلې د لوړېدو په حال کې دي .
د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي، فقر ناامني او ناسم دودنه د نالوستۍ لوی لاملونه بللي دي.
د رسمي شمېرو ورها خوا داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ګنې یوازې پنځه میلیونه هغه ماشومان له زده کړو بې برخي دي چې عمرونه یي د ښوونځي تګ ته برابر دي.
جاپان بیا د لیک لوست عامېدو لپاره پوهنې وزارت سره تازه د ۷ اعشاره ۳ میلیونه ډالرو مرسته وکړه .
پر پوهنې وزارت له لومړي سره نیوکې دادي چې ګنې د لیک لوست عامېدو لپاره یې جدي کار نه دی کړی.
وړاندې د نړیوالو بنسټونو څېړنو ښودلې وه چې پوهنې وزارت، کورنیو چارو وزارت او عدلي او قضایي ارګانونو کې تر نورو ادارو ډېر فساد موجود دی.