کونړ کې ۱۵۰ وسلهوال د سولې پروسې سره یو ځای شول.
کونړ کې د دولت یو سلو پنځوس مخالف وسله وال د سولې پروسې سره یو ځای شول.
د کونړ ملي امنیت وايي، دسولې پروسې سره د یو ځای شویو په ډله کې ۳۷ یې د داعش او پاتې نور ټول طالبان دي.
دغو کسانو سپکې او درندې وسلې هم افغان ځواکونو ته تسلیم کړي دي.
سولې پروسې سره یو ځای شویو جنګیالیو ویلي، چې له کلونو راهیسې یې د کونړ سربېره په یو شمیر نورو ولایتونو کې دولت ضد جګړه کړې خو اوس پوه شوي، چې روانه جګړه د وطن او ملت په خیر نه ده.
دولت ضد ډلو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.