ارګ د یوې داسې سولې په لټه کې دی چې د جګړې پای وي.
هغه جزیات چې خلیلزاد له ارګ سره شریک کړي اوربند او بین الافغاني مذکرات یې مهمه برخه ده چې د افغان حکومت اساسي غوښتنه وه.
ارګ بین الافغاني مذاکراتو ته د خپل چمتو والي خبره کوي، خو وایي دا چې تېرې ستونزې تکرار نشي، پلاوی نه په ډاګه کوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل کې دی او دوه ځل یې له ولسمشر غني سره لیدلي.
په دغو لېدونو کې خلیلزاد ولسمشر ته د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې جزیات ورکړي، چې اوربند او د افغانانو خپل منځي خبرې پکې د افغان حکومت اصلي غوښتنې دي.
د ولسمشر ویاند وایي، بین الافغاني مذاکراتو ته د حکومت پلاوی چمتو دی، خو دا چې د تیرو ستونزو مخه نیول شوي وي، نومونه یې نه په ډاګه کوي.
صدیقي، چې بین الافغاني مذاکرات د ستونزې اصلي حل بولي وایي هغه وخت اوس تللی چې د افغانستان د سیاسي نظام طرحې به په نورو ځایونو کې جوړېدې.