• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دفاع او کورنیو چارو وزیران هم کندز ته ورسېدل

admin by admin
2019/08/31

دفاع او کورنیو چارو وزیران او افغانستان کې د ناټو قومندان هم کندز ته تللي.

کندز ته د کورنیو چارو او دفاع وزیران او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان هم تللي دي.

دفاع وزیر اسدالله خالد وايي، د طالبانو هغه پلان یې ناکام کړی، چې ګڼې کندز به سقوط کړي.

کندز کې افغان ځواکونو ته د تعرضي حالت امر شوی دی.

امنیه قومندان ویلي، کندز ته له کابل څخه د ۳۰۳ قطعې خاص ځواکونه هم ور رسېدلي او ډېر ژر به کندز ښار له طالبانو خالي کړي.

اوس هم د کندز ښار په مهمو سیمو او دولتي ودانیو باندې جګړه روانه ده.

طالبانو ادعا کړې، چې د کندز سې‌درک، خاکنۍ او برنج بازار سیمې نیولي او اوس د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست باندې جګړه روانه ده.

په دغه جګړه کې د ښکېلو خواوو سربېره ګڼ شمېر ملیکانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیق ارقام یې په لاس نه شته.

په جګړه کې روغتون ته د ټپيانو د انتقال لارې بندې دي طالبانو روغتونونو ته لارې بندې کړي او یوازې ملکیانو ته اجازه ورکوي، چې روغتون ته انقال شي.

د روغتون رییس محمد نعیم منګل وايي، له سهار راهیسې تر اوسه دوی ته ۶۵ ټپيان ور وړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

کندز کې خصوصي مخابراتي شبکې کار نه کوي او دغه ښار ته ټولې تللې  لارې د ترافیکو پرمخ بندې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist