د ملي امنیت صفر نهه قطعې ځانګړو ځواکونو په امام صیب کې د طالبانو یو زندان مات کړی.
د کندز امام صیب ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی او پنځلس زندانیان ترې خوشي شوي دي.
د دوه سوه اولس قول اردو ویاند عبدالهادي جمال وايي، دغه شپني عملیات د ملي امنیت صفر نهه قطعې ځواکونو کړي .
جمال وايي، د چاپې په مهال شپږ طالبان چې د زندان ساتونکي و، هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونه د طالبانو زندانونه ماتوي او بندیان ترې ازادوي، له دې مخکې هم په کندز، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو په زندانونو شپني عملیات شوي او زندانیان ترې ازاد شوي دي.