امریکايي سناتور وايي، طالبان به دداعش او القاعده شبکې خلاف ونه جنګېږي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به خطرناکې پایلې ولري.
امریکايي سناتور لینډسي ګراهام فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، که امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي، نو د سپټمبر یوولسمې په څېر پېښه به تکرار شي.
ګراهام خبرداری ورکړی چې دغه پېښه به لسیزې نه بلکې څو کلونه ونیسي.
ګراهام ویلي، پر طالبانو دا باور نه شي کېدلی چې د داعش او القاعده شبکې خلاف دې مبارزه وکولی شي.
د ګراهام په باور چې طالبان د مبارزې وړتیا نه لري.
ګراهام دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلي او نږدې ورځو کې به یوه هوکړه وکړي.