د غوڅ ملاتړ ماموریت تېره ورځ د خپلو دوو سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړی، دا چې څه ډول او څنګه وژل شوي څه یې نه دي ویلي.
ناټو ویلي، په ۲۴ ساعتو کې به د یادو سرتیرو هویت په ډاګه کړي.
د ۲۰۰۱ کال راهیسې چې ناټو په افغانستان کې ښکیل ده تردې دمه دوه زره څلور سوه بهرنیو سرتیرو په دغه هېواد کې ژوند له لاسه ورکړی.