د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د دوی استخباراتي حضور ځکه اړین دی چې هغه ځای د ترهګرو لپاره هاروارډ پوهنتون دی.
ټرمپ ویلي، پر هیچا هم باور نه دی په کار، خو طالبان نور له جګړو ستړي شوي دي او غواړي له امریکا سره سوله وکړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې امریکا باید له دې وروسته په افغانستان کې د پولیس دنده ترسره نه کړي.
ښاغلي ټرمپ د افغانستان روانه جګړه هم کورنۍ جګړه بللې ده او په خبره یې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې جګړه کوي، خو امریکايي ځواکونه سوله ساتي دي او اتلس کاله یې د سولې لپاره مبارزه کړې ده. تر دې وړاندې هم ټرمپ افغانستان د ترهګرو لابرتوار او هاروارډ بللی و.
ښاغلي ټرمپ یوځل بیا ویلي، کولای شي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې پای ته ورسوي خو نه غواړي لس میلیونه کسان ووژني.