د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پرېکړې، چې د رای ورکولو په ورځ د ښځینه رای ورکوونکو عکس اخیستل کیږي غبرګونونه پارولي.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره څه باندې درې میلیونه ښځو نوم لیکنه کړې، چې اوس د رای ورکولو په ورځ د ټولو عکس اخیستل جبري شول.
د ټاکنو کمېسیون دې پریکړې د څار بنستونو غبرګونه راپورته کړي دي.
ټيفا وايي، په لېرې پرتو سیمو کې شته رواجونو او محدودیتونو ته په کتو په ټاکنو پروسه کې د ښځو په ګډون به نیغ په نېغه منفي اغیز وکړي.
د ټاکنو څار بنسټونه وايي، په ناڅاپي ډول د کمېسیون دا پریکړه ټاکنو ته له کټې زیات تاوان رسوي او د ښځینه رای ورکونکو عکس اخیستل به په ټاکنو کې د ښځو مشارکت کم کړي.
دوی وايي، کمېسیون باید له زیاتو مشورو او دقت وروسته په دې برخه کې وروستۍ پریکړه کړې وای.
د فیفا مشر یوسف رشید وايي، کمېسیون چې اوس په دې برخه کې پرېکړه کړې باید خلکو ته دا ډاډ هم ورکړي چې د ښځینه رای ورکونکو اخستل کېدونکي مالومات او عکسونه به خوندي وي.
ټاکنو کمېسیون له دې ور هاخوا د سراسري ټاکنو د شفافیت ډاډ هم ورکړی خو د څار بنسټونه وايي، دوی د کمېسیون دې ادعا اندېښمن کړي او په خپله کړې ژمنه به عمل ونکړي.