Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غني: د سولې د مذاکراتو تر پېله به د مخالفینو ځپل دوام ولري

admin by admin
2019/08/04

ولسمشر غني د هوایي ځواک قوماندانۍ له نوي مرکز څخه په لیدنه کې، امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې، ترڅو چې د سولې مذاکرات پیلیږي، د مخالفینو په ځپلو دې تمرکز وکړي.

ولسمشر چې په یاده لېدنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه کوله، هېله ښودلې چې افغانستان به ډیر ژر تلپاتې سولې، امنیت او ثباته ورسیږي.

ولسمشر دغه راز په شفافو او ټول شموله ټاکنو ټینګار کړی او سپارښتنه یې کړې چې امنیتي ځواکونه به یوازې امنیتي او لوژستیکې برخه کې مرسته وکړي.

له دې سره د امریکایانو او طالبانو ترمنځ نن هم قطر کې خبرې دوام لري.

دا خبرې د شنبې په ورځ د قطر په سیمه ییز وخت لس بجې پیل شوې او نن یکشنبه به هم په بیلا بیلو مسایلو بحثونه وشي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، خبرې پيل شوې دي خو د ستونزو د حل او لا ډېر بحث لپاره به څو ورځې دوام کوي.

ټاکل شوې چې په دې پړاو خبرو کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان جګړې د پای ته رسولو هوکړه لاسلیک شي.

د قطر دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي بیا وایي، چې له امریکا سره تر توافق وروسته به له افغان لوري سره مذاکرات پيل شي.

دده په وینا په توافق کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل شامل دي او تر دې توافق وروسته د جګړې پر داخلي بعد خبرې کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist