Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندهار په یوې ولسوالۍ کې ټاکنې نا شونې دي

admin by admin
2019/08/04

د کندهار په شپږو ولسوالیو کې د ټاکنو مرکزونه د تړلو ګواښ سره مخ دي.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې په بشپړ ډول ټاکنې نه کېږي، او په شپږو نورو ولسواليو کې د لوړ امنیتي ګواښ له امله د ټاکنو مرکزونه د تړلو له ګواښ سره مخ دي.

د کندهار معروف ولسوالي چې په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول د خونړيو جګړو او بریدونو راپورونه ترې ورکړل شوي؛ دا ځل یې اوسېدونکې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې دي.

د کندهار د ټاکنو کمېسیون مسوولين وايي، د ناسم امنیتي حالت له امله په معروف ولسوالۍ کې ټاکنې نه شي کېدلی او یو شمېر نورې ولسوالۍ هم له امنيتي ګواښونو سره مخ دي. 

د کندهار د ټاکنو رياست عملياتي امر عبدالباقي نظري داسې وايي (( تاسې خبر یاست د کندهار معروف ولسوالۍ ته چې ټاکنیز مواد موږ رسولي وو، هغه په بشپړه توګه سقوط شوه او ټاکنې په کې نا ممکنې دي. له معروف سربېره غورک، ښورابک، نېش، میانشین او ریګستان ولسوالۍ دي چې د ټاکنو مرکزونه په کې د تړلو ګواښ سره مخ دي. او میوند، خاکرېز او شاولیکوټ کې بیا امنیتي ګواښونه شته خو ډېر د اندېښنې نه دي.))  

د کندهار ولایتي مسوولين وايي، په هغو ټولو نا امنه ولسواليو کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي چې اوسېدونکي یې د ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنې لري.

د کندهار مرستیال والي وايي، افغان ځواکونو په دغو ولسواليو کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره پوره چمتووالی نيولی دی.

د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب داسې وویل (( زه ډاډ درکوم چې د کندهار ولایتي اداره به امنیتي مسوولینو سره په همغږۍ هغه ګواښونه له منځه یوسي چې او ولسونو ته به زمینه مساعده کړي چې په ټاکنو کې پراخ ګډون و کړي.)) 

کندهار کې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې په پارلماني ټاکنو کې يې ١٧٣ د رايو مرکزونه درلودل چې له دې ډلې څخه يې دوه مرکزونه تړلي وو، خو دا ځل تر اوسه پورې اووه مرکزونه تړلي دي او که نا امنۍ هم داسي دوام وکړي ښايي دغه شمېر نور هم لوړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist