Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سرتېرو د وتلو پرسر واشنګټن او پنټاګون کې جنجال پيدا شوی

admin by admin
2019/08/04

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو پر سر د واشنګټن او پینټاګون جنجال راپورته شوی دی.

د امریکا جنرالان نه غواړي د دوی پوځونه دې له افغانستان بهر شي، خو د ټرمپ سلاکاران وایي، له افغانستان څخه د ځواکونو وتل یې شرایطو پورې اړه لري.

په قطر کې د امریکا او طالبانو د اتم پړاو خبرې په دویمه ورځ هم روانې دي خو طالبانو ویلي، ممکن خبرې لا څو نورو ورځو لپاره هم له امریکا سره دوام وکړي تر څو د سولې په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

خو دې خبرو په اړه اېن. بي. سي په مرکه کې د اوسنیو او پخوانیو پنځو ملکي او پوځي امریکايي چارواکو له قوله لیکلي ((ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې هغه د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو ایستل غواړي. دغه ضرب الاجل د امریکا په بهرنیو چار او دفاع وزارتونو کې د چارواکو تر منځ اختلاف پیدا کړی چې کله باید دغه چاره ترسره کړي.))

((افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر په شمول د امریکا پوځي چارواکي غواړي چې باید له افغانستانه ټول ځواکونه و نه ایستل شي او د هغه پلان مخالفت یې ښودلی چې باید په پنځلسو میاشتو کې دې امریکايي ځواکونه افغانستان بشپړ پرېږدي. مېلر غواړي چې یو شمېر ځواکونه دې د داعش او القاعده خلاف جګړې لپاره دلته پاتې شي.))

دغه راز ویل شوي دي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په شمول یو شمېر امریکايي چارواکي وارخطا دي؛ که دوی له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پلان و نه لري؛ ټرمپ به په ناڅاپي توګه ټول ځواکونه وباسي.

د امریکا دفاع وزارت ویاندې ریبیکا ریباریچ داسې ویلي (( په افغانستان کې زموږ سټراټیژي شرایطو پورې تړاو لري. زموږ مناسب اندازه سرتېري به په افغانستان کې پاتې شي چې د هغوی موجودیت د امریکا ګټې خوندي وساتي.))

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل شرایطو ته په کتو ترسره کېږي.

د امریکا د پوځ پخواني مرستیال جنرال جیک کیین ویلي (( له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې ستونزه نه شته او موږ د هرې جګړې پای کې له دښمن سره خبرې کړې دي. له طالبانو سره باید د امریکا د ګټو پر بنسټ خبرې وشي او د امریکا ګټې دا دي چې داعش او القاعده باید په افغانستان کې خوندي ځایونه و نه لري.))

افغان ولسمشر غني چې هوایي ځواکونو ته یې وینا کوله په وسلوال پوځ یې امر دا و، چې تر څو چې سوله کېږي وسلوال دې د بریدونو لاندې ونیسي او هیڅکله به د جمهوریت پرسر معامله ونه مني.

امریکا او طالبان د خپلو خبرو نچوړ نه دی شریک کړی خو داسې ښکاري چې د سولې په اړه هوکړه کېدونکې ده او امریکا نور افغانستان کې د جګړې برخه نه شي تمویلولی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist