Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا کې وسله وال برید ۲۰ تنه ووژل

admin by admin
2019/08/04

د امریکا په تکزاس ښار کې ۲۰ تنه په ډزو وژل شوي دي.

د تکزاس ښار چارواکي وايي، په تیرو څو لسیزو کې په تکزاس کې دا پیښه بې سارې وه.

امریکا کې خلک بیا د وسلې پر ازاد پېر  او پلور نیوکه کوي چې د داسې پېښو سرچینه له همدې بې پروايۍ له امله پیدا کيږي.

د امریکا د تکزاس ښار په اېل پاسو سیمه کې وسله وال برید شوی دی.

د تکزاس اوسیدونکي وايي، یو وسله وال کس یوه پلورنځي کې ډزې وکړې چې له امله یې ۲۰ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

د تکزاس ایالت والي له پیښې وروسته رسنیو ته و ویل چې دا له کرکې ډک برید دی او کومه ترهګریزه موخه نه لري.

د تکزاس والي، ګرېګ ابوټ وویل، ((دا ډیره بده ده. هیڅ د منلو وړ نه ده. دا ډول بریدونه او بدې پیښې به پر ټول ښار بده اغیزه وکړي او دا له کرکې ډک کار دی. ما تر اوسه شواهد نه دي لیدلي او د شواهدو له لیدو وړاندې زه څه نه شم ویلی. زه باید تاسې ته و وایم چې داسې جرمونه، داسې اعمال او داسې مفکورې د تکزاس استازیتوب نه کوي.))

د اېل پاسو سیمې ښاروال وايي د دوی ښار کې د شلو کسانو په یو ځل وژل کیدل ډیر نا اشنا دي او وړاندې یې داسې حالت نه و تجربه کړی.

د اېل پاسو ښاروال،   ډي مارګو وویل، ((زه نه پوهیږم ، موږ کله د ۲۰ کسانو جنازې ته نه و چمتو، کله مو دا کار نه دی کړی. زه هیله لرم چې بیا داسې حالت سره مخ نه شو خو موږ باید دا هرڅه وزغمو او مخکې ولاړ شو.))

عیني شاهدان وايي، یو تن چې سپکه وسله ورسره وه په عامه ځای کې یې پر خلکو ډزې پیل کړې چې له امله یې ډیر کسان مړه شول. د تکزاس پولیس بیا وايي، شکمن کس یې پیژندلی چې ۲۱ کلن سپین پوستی ځوان دی چې د تکزاس د دالاس سیمې اوسیدونکی دی. چارواکو د وسله وال په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي خو وايي له څیړنو وروسته به هرڅه خپاره کړي.

اخوا په امریکا کې د وسلې پر ازاد پېر او پلور نیوکې دي او د ټولو بدبختیو سرچینه همدا ګڼل کیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist