• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ: نولس کلنه جګړه پای ته رسېدونکې ده

admin by admin
2019/08/03

ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونه د جګړې بشپړ مدیریت په لاس کې لري.

داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو وتل حتمي دي، د شپږ زره سرتېرو د احتمالي اعلان له وتلو وروسته د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې د امریکا تر ټاکنو به خپل سرتېري ستانه کړي.

خو د ملي دفاع وزارت ډاډه دی چې افغان ځواکونه د جګړې بشپړ مدیریت په لاس کې لري او د بهرنیو ځواکونو حضور او نه حضور په جګړه منفي اغیز نه شي کولی.

تازه د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه درې ورځو کې پای ته رسولی شي، خو دا چې د سولې خبرو کې پرمختګ شوی، خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ټرمپ ویلي، د سولې خبرې هوکړې ته نږدې دي او نولس کلنه جګړه پای ته رسیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې ویلي ((موږ خپل ځواکونه راکموو، موږ د سولې په خبرو کې ډیر ښه پرمختګ کړی خو موږ له ۱۹ کلونو راهیسې هلته یوو او د پولیسو دنده پرمخ وړو، موږ کولای شو د افغانستان جګړه په دوه درې یا څلورو ورځو کې پای ته ورسوو خو موږ د لس میلیونه کسانو د وژلو په لټه کې نه یو.))

طالبان بیا د امریکایي ولسمشر تکراري څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو باندې ټینګار لري.

طالبانو داسې ویلي ((د ټرمپ دغه خبرې د تبصرې وړ نه دي، موږ یې په اړه تبصره نه کوو.خو دا خبره ښکاره ده چې امریکا باید د حل لارې ته جدي ووسي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.))

 دفاع وزارت بیا ډاډه دی چې افغان ځواکونو وړتیا تر پخوا څو چنده زیاته شوې او کولی شي جګړه مدیریت کړي.

افغانستان کې د ولسي جرګې غړي د ټرمپ څرګندونې کمپاینې یادوي او د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور پای په نیک فال نیسي.

له افغانستان څخه د امریکا یې ځواکونو وتل د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې اړین موضوعات دي چې ټاکل شوې دا موضوع به حل شي او بین الافغاني خبرې به پيل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي
لوبې

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist