• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: قطر کې به د سولې هوکړه وروستۍ کړو

admin by admin
2019/08/01

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، دوحه کې به؛ هغه هوکړه وروستۍ کړو چې کار مو ورباندې کړی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په کابل کې د نوموړي دا ځلې لیدنې تر ټولو هغو رغنده وې چې ده د خپل ماموریت پر مهال تر سره کړې دي.

خلیل زاد دوحې ته له تګ وړاندې لیکلي، که چېرته طالبانو خپله دنده تر سره کړې وه نو په دوحه کې به هغه هوکړه هم وروستۍ کړې چې تر اوسه یې ورباندې کار کړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، افغانستان او امریکا د سولې برخه کې پر راتلونکو ګامونو هوکړه کړې ده او له طالبانو سره د سولې یو مذاکراتي ټیم هم بشپړ شوی دی.

نوموړی په داسې حال کې د کابل دا سفر رغنده بولي چې طالبانو هم په دې وروستیو کې د سیاسیونو په ډله کې د افغان حکومت له حضور سره موافقه کړې ده.

خلیلزاد، چې طالبانو سره هوکړه له احتمال پورته بولي، وایي دوی به یې ملاتړ وکړي.

دغه راز خلیلزاد ویلي، که هوکړه وشي، چې امریکا له افغانستانه ووځي او شرایط برابر وي، نو امریکایي سرتیري به دلته پاتې نشي.

له دې سره د سولې لپاره حکومتي پلاوی بشپړ شو.

د سولې لپاره د حکومت وزارت ویلي، پنځلس کسیز پلاوی وروستی شوی چې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب به کوي.

وزارت وايي، دغه پلاوي کې سیاسي او قومي مشران او همدا راز د ټولنې استازي ګډون لري.

حکومت ویلي، د داسې سولې غوښتونکي دي چې باعزته، دوامداره، او د افغانانو د لاسته راوړنو ساتنه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه
افغانستان

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

جون 1, 2025
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

جون 1, 2025
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

جون 1, 2025
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې
افغانستان

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي
افغانستان

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist