Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ټاکنو د څار بنسټونه په راتلونکو ټاکنو بې باوره دي

admin by admin
2019/07/31

که ټاکنو ته ورځې کمېږي ورسره په ټاکنو د څار بنسټونو ته اندېښنې هم زیاتیږي.

کم رنګه کمپاینونه، د ټاکنو لپاره پڅ چمتوالی او مدیریتي ستونزې هغه عوامل دي چې د راتلونکو ټاکنو په تر سره کېدو ور سره بې باوري زیاته شوې.

باور دادی چې ټاکنیز کمېسیونونه نه دي توانیدلي له مهال ویش سره سم خپل کارونه چمتو کړي چې دا به ټاکنې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون بیا وايي، چې د دوی کارونه سم دي.

ټیفا د کمیسون کارونو ته په کتو ددې اندېښنه ښيي چې راتلونکې ټاکنې به له ستونزو خالي نه وي.

د ټیفا بنسټ مشر نعیم ایوب زاده داسې وايي (( که کمیسیون بې طرفه او مسوولانه عمل وکړي او مسلکي چلند وکړي ټاکنې به ښيې وي خو که د مدیریت همداسې روان وي موږ یې سر له اوسه ټاکنې ستونزمنې وینو.))  

فیفا هم د ټاکنو په روانه پروسه او په ټاکنیزو کمپاینونو جدي نیوکه لري، وايي په دې برخه کې کارونه ښه نه دي.

د فیفا بنسټ مشر یوسف رشید داسې وویل (( له بده مرغه کمپاینونه ډېر پڅ روان دي، تاسې ګورئ چې په کابل کې یوازې دوه غونډې نیول شوې دي، او پاتې ټیمونه ارامه او غلي ښکاري چې د دوی سکوت په ټولنه کې یو عالم پوښتنې پيدا کړې دي.))

ټاکنو کمېسیون بیا له تخنیکي اړخه د خپلو کارونو ډاډ ورکوي خو د امنیت له اړخه په امنیتي سکټور یو څه بې باوره دي.

نوماندان اوس حق لري چې شپږ پنځوس ورځې نور کمپاینونه وکړي او له ټاکنو مخکې ۴۸ ساعته د سکوت دوره ده چې له هغې وروسته به د ټول هېواد په کچه ټاکنې ترسره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist