• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سایه پارلمان: د ټاکنو پر ځای دې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي

admin by admin
2019/07/31

ټاکنو ته شرایط نه دي برابر او باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره سایه یا سیوري په نوم پارلمان رامنځ ته شوچې یوسلو پنځوس غړي لري او ټول یې د ملي شورا د پنځه لسمې او شپاړسمې تقنیني دورې استازي دي .

ددغه پارلمان د جوړېدو موخه له ملي شورا سره مرسته او د اصلاح لپاره یې پرچارو نیوکه ده .

د سیوري یا سایه په نوم تازه رامنځ ته شوی پارلمان له امریکا غواړي چې دسولې په تړاو د پردې ترشا ټول مسایل باید له افغان ولس سره شریک شي .

د دغه پارلمان غړيو یوه سپارښتنه دا وه چې طالبانو سره د سولې خبرو لپاره دې د جګړو قربانیان مخکې شي نه هغه کسان چې شخصي ګټو ته پر ملي هغو ترجیح ورکوي.

د سایه پارلمان لومړی مرستیال صالح محمد سلجوقي داسې وايي (( د یوې مجمعې په توګه را ټول شوي یو، او د سایه پارلمان غړي به خپلې تجربې نوي پارلمان سره شریکوي څو ګته ترې واخلي.))

د دې پارلمان غړي وايي افغانانو ته ددې زمینه نده برابره چې ټاکنو کې ګډون وکړي او باید ددې پرځای سولې ته ترجیح ورکړل شي او داسې کسان دې د سولې خبرو لپاره معرفي شي چې د خپلو شخصي ګټو پرځای ورته افغانستان لومړیتوب ولري.

د سایه پارلمان غړی نذیر احمدزی او رئیس یې همایون همایون داسې وویل (( د جګړې هغه متضررین چې په جګړه کې یې شهیدان ورکړي او کورنۍ یې ختمې شوي دي، هغه کسان دې لاړ شي او هلته دې خبرې وکړي نه هغه کسان چې د خپلو شخصي ګټو لپاره لابي او کار کوي،،، شرایطو ته په کتو فکر کوم راتلونکي انتخابات به یو نمایشي انتخابات وي د ټاکنو لپاره شرایط نه دي برابر موږ له نړیوالې ټولنې او بهرنیانو غواړو چې د سولې په تړاو افغان ملت ته ټول مسایل واضح کړي.))

دلته د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو هم نیوکې وشوې چې ګني ځانونه یې نومولي خو له اساسي قانون خبر نه دي، د ځینو ټکټونو شریکان د قانون خلاف د اجرایه ریاست او صدارت څوکۍ وړاندیزونه هم کړي دي .

په افغانستان کې دا لومړی ځل دی چې دسایه یا سیوري په نوم پارلمان رامنځ ته کیږي خو په نورې نړۍ کې داسې پارلمانونه فعال دي او د حکومت له لوري یې ملاتړ کیږي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه
افغانستان

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

جون 1, 2025
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

جون 1, 2025
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

جون 1, 2025
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې
افغانستان

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي
افغانستان

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist