Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم کې اختلافات پيدا شوي

admin by admin
2019/07/29

سرچینه وايي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم کې ژور اختلافات رامنځته شوي او له همدې امله یې تر اوسه غونډه نه ده را بللې.

د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونو پیل دویمه ده خو د سولې او اعتدال ټيم په پلازمینه کې خپله لومړي کمپایني غونډه نده رابللې.

سرچیني وایي، د ولسمشرۍ په دغه ټاکنیز ټيم کې یو شمېر اختلافات رامنځته شوي او د حل په موخه یې کمپایني غونډې ځنډولې دي.

سرچینه وایي، عطامحمد نور غوښتنه لري چې د ګمپاین په لومړۍ ورځ دې د صدراعظمۍ لپاره اعلان وشي، خو حنیف اتمر یې ورسره نه مني.

د ټيم غړي وايي دغه غوښتنه یونس قانوني او عطا محمد نور کړې، خو محمد حنیف اتمر یې ورسره نه مني.

له دې سره د سولې او اعتدال ټيم وايي د نورو ټيمونو خلاف یې له ولایتونو د کمپاینونو لړې پيل کړې ده.

د سولې او اعتدال ټيم مخکښ غړی عصمت قانع داسې وویل (( د اساسي قانون بر خلاف څه نه شو کولی که ملي اجماع په اساسي قانون کې تعدیل رامنځته کړي، او د قانوني لارې تعدیل ومنل شي بلکل د نظام هغه حالت هم ورسره تغییر ومومي، خو د اساسي قانون له تعاملاتو مخکې موږ هیڅ هم چاسره نه شو کولی.))

عصمت قانع وايي د صدارتي نظام غوښتنه د ټيم لومړي مرستیال یونس قانوني او عطا محمد نور کړې، خو قانون ته په کتو دا غوښتنه حنیف اتمر او د ټیم نورو غړو نه ده منلې.

عصمت قانع داسې وویل (( محمد محقق دا خبرې کړي او دا یې  غوښتنه او همدا شان زموږ ورور عطا محمد نور دا خبرې کړي او نورو هم دا غوښتنه کړې ده، دا هغه څه دي چې په نورو ټیمو کې هم دا بحث را منځته شوی داسې نه ده چې یوازې دې زموږ په ټیم کې دا موضوع مطرح شوې وي.)) 

تر اوسه عطامحمد نور او یونس قانوني په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې ورځو کې یونس قانوني ویلي و چې دوی به د صدراعظمۍ څوکۍ رامنځ ته کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist