Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا او طالبانو خبرې نږدې شوي

admin by admin
2019/07/28

د امریکا او طالبانو د هوکړو له نهايي وروسته بین الافغاني مذاکرات کېږي.

طالبانو له افغان حکومت سره په چورلټ ډول د سولې خبرې رد کړي دي او امریکا سره هم د خبرو وروستۍ پایله نه ده مالومه خو ممکن د اګست په ۱۴ مه مالومه شي چې دواړو لورو د اووه پړاوه خبرو نتیجه څه ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وایي حکومت به په دوو اونیو کې طالبانو سره خبرې پیل کړي.

له دې داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو خبرې دومره نږدې شوي چې اوس باید د طآلب او حکومت په ستونزه خبرې پیل شي.

په سولې چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي داسې وايي (( د سولې په پروسه کې ټولو ښکیلو خواوو سره د مذاکراتو لپاره د پلاوي په ټاکلو کار روان دی او ټاکل شوې لومړنۍ ناسته د اروپا په یو هېواد کې ترسره شي.))

خو د افغان حکومت دې خبرو ته د افغان سولې لپاره د امریکا استازي غبرګون ښوولی او په ښکاره ټکو یې ویلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو مزاکرات له توافق وروسته امکان لري.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داسې وايي ((د بین الافغاني خبرو په اړه په کابل کې ډېرې اوازې دي؛ د دې لپاره چې خبر واضح شي، بین الافغاني مذاکرات به هغه مهال وشي، کله چې موږ او طالبان خپلې هوکړې نهايي کړو.))

په قطر کې د طآلبانو د دفتر ویاند لیکلي چې افغان حکومت سره به د نورو سیاسي جریانونو په توګه کیني.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین داسې ویلي ((د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش له اعلان وروسته به د ټولو سیاسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټیم سره بین الافغاني مذاکرات پيلېږي. د کابل اداره (افغان حکومت) به د حکومت په حیث نه، بلکي د نورو سیاسي جهتونه په څېر یو جهت وي.))

مخیکنی ولسمشر حامد کرزی چې د بین الافغاني ناستو لوی برخوال دی ویلي د سولې بریا باید یقیني شي.

مخکېنی ولسمشر حامد کرزی داسې وايي ((طالبانو سره د سولې پخوانۍ خبرې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره له مهمو ګامونو څخه دي. سوله یو ملي بهیر دی؛ افغان حکومت او ټول افغانان باید په ګډه کار وکړي چې بریا یې یقیني کړي.))

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو هم د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال سوله د خپلو ستراتیژیو په سر کې یاده کړې ده.

خو باور نه کېږي چې افغان حکومت دې له ټاکنو وړاندې طآلبانو سره خبرو ته ورسیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist