• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان سولې په تړاو امریکا غوڅه پرېکړه نه شي کولی

admin by admin
2019/07/27

د افغان جګړې او سولې په تړاو امریکا غوڅه پریکړه نه شي کولی.

امریکا که له یوې خوا له طالبانو سره د سولې خبرې بریا ته نیږدې کړي تر څنګ یې اوس د واشنکټن پالیسي په مبهم حالت کې واقع ده.

هلته سیاسیون او نظامیان له بیلابیلو سټیجونو متفاوتې نظریې وړاندې کوي چې په ښکاره د دوی تر منځ د نظر اختلاف ښکاروندوی کوي.

د ټرمپ له توندو څرګندونو وروسته پخواني او اوسني نظامیان د افغانستان په تړاو څرکندونې کړي چې د امریکا په ضعیف او دوه مخي باندې دلالت کوي.

د امریکایي ځواکونو لوی درستیز افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې ختمېدو ته محتاطانه خوشبینې ښودلې.

د سي آی اې پخواني مرستیال مایکل مورل ویلي، له طالبانو سره د امریکا اوسنۍ خبرې د دې لپاره نه دي چې جګړه ختمه شي، بلکې په وینا یې امریکا غواړي له افغانستان ابرومندانه ووځي.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر مولوي قلم الدین داسې وايي (( امریکا هیڅکله په دنیا کې داسې سوله نه ده کړې چې د دوی په ګټه نه وي، کله چې د دوی ګټې وي کوي او که ګټې یې نه وي نه یې کوي، لکه د کوریا رییس جمهور سره یې چې خبرې وشوې چې کله پوه شول  چې په ګټه یې نه دي خوشې یې کړلې.))

د سولې د خبرو په لړ کې امریکا کله د خپلو پوځیانو د وتو او کله د استخبارتي حضور د پراخېدو خبره کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي داسې وویل (( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اظهارات دا دي، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو پاتې کېده د شرایطو په اساس طعین کېږي.)) 

د افغان سولې لپاره اوس په سیمه او د قدرت مندو هېوادونو تر منځ په ظاهر کې نظر یو دی، خو باور دا دی چې لاهم یو شمېر هېوادونه شته چې دغه پروسه په لوی لاس تخریبوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist