Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر ارګ او اجرایه ریاست د پوځي چارواکو نیوکې!

admin by admin
2019/07/25

کندهار کې پوځي مسوولین پر مرکزي حکومت نیوکه کوي چې د سرتېرو قربانۍ هېروي.

د جګړې د لومړۍ کرښې پوځي مسوولين د لوړپوړو دولتي چارواکو څخه ګېله لري چې د نظام د ساتلو لپاره د سرتېرو د قربانۍ قدر ورسره نه شته.

د  ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان ارکان حرب بېګ مراد وفايي وايي، د حکومت لوړپوړي چارواکي د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په خاطر د نظام د زیانمولو او ړنګولو په هڅه کې دي.

د  ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ارکان حرب بېګ مراد وفايي داسې وايي (( هر وکیل دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ د دولت معاش اخلي، له دېرشو تر څلوېښت زرو ډالرو باندې دولت قرار داد کړی چې زرهې موټر ورته واخلي، خو د تلویزیون پر صفحه راځي دولت او نظام تخریبوي. وزیر هم چې د دولت برحاله وزیر دی خپله نظام تخریبوي. همدا شان د ولسمشر مرستیال او د اجرایه ریاست معاونین هم دا دولت تخریبوي.  خو زه وایم چې د وطن له هر څه تاسو خوند اخلئ خدمت دې څه دی ددې وطن او خاورې لپاره دې څه کړي دي؟))

نوموړي دغه څرګندونې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د ۱۰۲ کومانډويي سرتېرو د فراغت په موخه جوړو شويو مراسمو کې وکړې.

وفايي همدا ډول زیاته کړه چې نور به افغان کومانډويي سرتېري د پولیسو دنده نه؛ بلکې خپل اصلي مسوولیت ته ور وګرځي.

ارکان حرب بېګ مراد وفايي داسې وویل (( که خدای غوښتي وو او دلته وم، ددغې مافیا او زورواکو چې هره ورځ یې تېل بېرته ردوم او هغه قراردادیان چې هره ورځ ماته اخطارونه راکوي چې  وزارت ته ځم او له دې ځای دې بدلوم پر وړاندې به یې همدا شان روان یم. وکیلان هم هره ورځ واسطه کوي چې له ارزګان مې بدل کړي کابل ته خو ما ورته مخکې هم ویلي او اوس یې هم ورته وایم چې ستاسو د ټولو دې لاس خلاص وي. زه به ټول کمانډویان له چک پاینټونو را اوباسم او خپلو اصلي مسوولیتونو ته به یې وګرځوم.))

دغو ۱۰۲ کومانډويي سرتېرو ته د چټک زغروال غبرګون په برخه کې د کوبرا په نوم د شپږو اوونیو په اوږدو کې روزنه ورکړل شوې ده.

دغه لوړپوړی پوځي چارواکی په داسي مهال پر جګپوړو دولتي مسوولينو د نظام د تخریب او فساد کې د ښکېلتیا تور پورې کوي چې ولسمشر غني د خپل واک په لومړیو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د غیر سیاسي کېدو ژمنه او سپارښتنه کړې وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist