Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د یوه اغېزمن مرکچي پلاوي پر جوړولو کار روان دی

admin by admin
2019/07/25

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د یوه اغېزمن ټیم پر جوړولو کار روان دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، دی په کابل کې دی او د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د یوه اغېزمن او پياوړي ټیم پر جوړولو کار روان دی.

ولسمشر محمد اشرف غنې له خلیلزاد غوښتې چې څو ورځي کابل کې پاتي شې.

ټاکل شوې خلیلزاد د کابل له سفر وروسته دوحې ته لاړ شي او د خبرو په دوام له طالبانو سره وګوري.

اندونیزیا کې د افغان سولې په تړاو درې اړخیزه ناسته 

 ټاکل شوې راتلونکې میاشت په اندونیزیا کې د افغان سولې په تړاو درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

په دغه دویمه درې اړخیزه ناسته کې به د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د اسلام دین علماء برخه واخلي او د اګست میاشتې په ۲۶ مه او ۲۷ مه جوړه شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال عتیق الله نوشیر، دغه راز کنفرانسونه په هیواد کې د تفاهم د رامنځته کېدو او د سولې د راوستو لامل بولي.

د اسیا پسېفیک او افریقا لپاره د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت مسئول ډیسرا پارکایا ویلي، هیواد یې د سولې داسې پروسې ته ژمن دی، چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لخوا وي.

ډیسرا پارکایا ویلي، هیواد یې په پام کې لري چې ډېر ژر د افغان مېرمنو یو کنفرانس هم وروبولي، چې په کې به د سولې، پراختیا، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او داسې نورو موضوعاتو خبرې وشي.

له دې سره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ويلي، د راتلونکې بین ‌الافغاني خبرو کوربتوب ته چمتو دی.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د خبر له مخې، د هغې اعلامیې له مخې چې د دې وزارت لخوا خپره شوې ویل شوي چې، د بین ‌الافغاني خبرو بل پړاو ته د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره کار کوي او سمرقند به د دغو خبرو کوربه وي.

د دغو خبرو د ترسره کېدو مشخصه نېټه نه ‌ده ښودل شوې، خو ویل شوي چې په راتلونکې اګسټ میاشت کې به دغه غونډه جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې دغه غونډه به بریالۍ وي.

تر دې مخکې مسکو دوه ځلې او قطر یو ځل د دا ډول غونډو کوربه ول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist