• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عمران خان: افغانستان کې نورې لاسوهنې نه کوو

admin by admin
2019/07/24

د پاکستان لومړی وزیر وایي، افغاستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړي.

امریکا کې د سولې انستیتوت ته په وینا کې عمران خان ویلي، افغانستان کې نور د نه لاسوهنې سیاست غوره کوي.

عمران خان ویلي، د امریکا له سفر وروسته به پاکستان کې طالبانو سره خبرې وکړي چې له افغان حکومت سره سولې ته لاړ شي.

دې څرګندونو ته په کابل کې غبرګون دادی چې پاکستان افغانستان کې د نوې لوبې د پیل په لټه کې ده.

د افغانستان په اړه د امریکایي ولسمشر له تندو خبرو ورسته د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې هم غبرګونونه لري.

هغه امریکا کې د سولې انستیتوت ته په وینا کې ویلي، افغانستان کې ستراتیژک عمق نه غواړي خو سیاست به یې د نه لاسوهنې وي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان داسې ویلي (( افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق ترلاسه کولو هڅو خپله پاکستان ته زیان اړولی او اوس پاکستان په افغانستان کې د نه‌لاسوهنې پالېسي خپله کړې.))

اوس له دې ښکاري چې پاکستان غواړي د امریکا له لوري بندې شوې پیسې بیا د دوی بانکونو ته ورشي.

خو باور کېږي چې امریکا په سیمه کې پاکستان ته نوې پروژې ورکړي او دغه هېواد د واشنګتن د حساب وړ ملګری دی.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی داسې وايي (( ښايي امریکا پاکستان ته ویلي وي چې هغه دوه میلیارده ډالر چې واشنګټن پر اسلام اباد درولي و هغه هم درکوو ، تاسو چې سیاسي منزوي واست نور به منزوي هم نه یاست او هماغه پخوانۍ دوستي به مو وي، دوی مشترکې ګټې تقسیم کړي او اوس وايي چې موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه  غواړو.))

پاکستان له پخوا افغانستان کې د ستراتیژیک عمق په لټه کې و خو د تاوتریخوالي لپاره یې هند یوه بهانه ګرځولې ده. پاکستان یوازې د امریکا لپاره بدل شوی دی، په دې هېواد د یو ښه ګاونډي حساب او باور هغه وخت کېدای شي چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي
افغانستان

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

مې 28, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي
افغانستان

ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

مې 28, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

چارواکي: هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنېږي

مې 28, 2025
حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي
افغانستان

حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

مې 28, 2025
د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې
افغانستان

د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

مې 28, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist