• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مشرانو جرګې د ټرمپ څرګندونې خوب او خیال وبللې 

admin by admin
2019/07/23

مشرانو جرګې د امریکا د ولسمشر هغو څرګندونو ته توند غبرګون وښود چې د افغانستان د محوه کېدو په تړاو یې  کړې دي.

مشرانو جرګې د امریکې د ولسمشر هغه څرګندونې، که وغواړي په لس ورځو کې افغانستان له نقشې محوه کولی شي غیر مسولانه وبللې .

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم‌یار وايي د ټرمپ دغه څرګندونې یوازې یو خوب دی او زیاتوي چې انګریزانو هم د افغانستان د محوه کولو هوډ درلود چې اوس ورته یوازې انګلستان پاتې دی.

مشرانو جرګې ټرمپ ته پیغور ورکړ چې په اتلسو کلونو کې یې د طالبانو ډله ورکه نه شوه کړای نو افغانستان به څه محوه کړي.

د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار خبرداری ورکوي که امریکا له افغان ولس سره مخامخ شي نو متحده ایالات به یې وپاشل شي.

سناتورانو د افغان جګړې او افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندونې د بشري حقونو خلاف او د افغان ولس سپکاوی یاد کړ .

فضل هادي مسلم‌یار داسې وویل (( د ټرمپ خبرې چې که و غواړم افغانستان به د نړۍ له نقشې حذف کړم دا خیال، مهال او جنون دی، انګرېزانو هم دا کار غوښته خو هر څه برعکس شول))

مسلمیار وايي امریکا تر اوسه له افغانانو سره نه ده مخ شوې او په تیرو اتلسو کلونو کې یې یوازې یوې وړې ترهګرې ډلې سره جګړه کړې او که یې افغانان پر وړاندې ودرېدل په پنځوسو جزیرو به وویشل شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار زیاته کړه(( امریکا تر اوسه افغان ولس سره نه ده مخ شوې یوازې په تیرو اتلسو کلونو کې یوې تروریستي ډلې سره مخ شوې چې له دوی زیاته قرباني بیا هم د هغې ډلې پر وړاندې افغانان ورکوي،  خو کله که د ولس غبرګون سره مخ شوې تنها په دې سیمه کې خو به دې ځای نه وي بلکې په خپل هېواد کې به هم څو پنځوس ټوټې شې.))

همداراز نوموړي امریکا ته د پیغور په ډول وویل چې امریکا د طالبانو په شان وړه ډله له منځه نه شي وړلی نو د یو هیواد محوه کول خو لا لرې خبره ده . 

سناتورانو بیا د ټرمپ وروستۍ څرګندونې غیر مسولانه او د ټولو بشري موازینو او قوانینو خلاف وبللې .

سناتورانو چې د ټرمپ د تیرې ورځې خبرو غوسه کړي وویل امریکا دې لومړی د انګریزانو د امپراطورۍ او د پخواني شوروي اتحاد تاریخونه مطالعه کړي او بیا دې له نقشې نه د افغانستان د محوه کېدو خبرې وکړي .

مشرانو جرګې پریکړه وکړه چې د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې به رسمآ د امریکا کانګریس ته شکایت وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو
افغانستان

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

مې 27, 2025
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول
افغانستان

د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

مې 27, 2025
تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې
افغانستان

تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

مې 27, 2025
اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
افغانستان

اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

مې 27, 2025
د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه
افغانستان

د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

مې 27, 2025
زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

مې 27, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist