Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ټرمپ څرګندونې؛ حکومت له امریکا د وضاحت غوښتنه وکړه

admin by admin
2019/07/23

افغان حکومت د امریکا له حکومت څخه د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې  ده.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او په تړاو یي هره ناسته کې باید ګډون ولري.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. “

موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. “

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې  افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.

د امریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و، که جګړه ګټل یې هدف وای، نو افغانستان به یې د ځمکې له نقشې ورک کړی و. 

د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که وغواړي چې د افغانستان جګړه وګټي، نو په يوه اونۍ کې يې ګټلای شي.

خو ټرمپ ویلي، نه غواړي چې لس میليونه انسانان ووژني.

ډونالډ ټرمپ ویلي، د افغانستان لپاره پلانونه لري او په وینا یې که یوازې د جګړې ګټل یې هدف وای، نو اوس به د افغانستان په نامه د ځمکې پر مخ کوم څه نه وای پاتې.

نوموړي وویل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، پاکستان کولی شي چې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري او په وینا یې دا ځکه چې پاکستان په افغانستان کې تر بل هر هېواد زیات نفوذ لري.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا ویلي، حکومت یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د هلو ځلو بشپړ ملاتړ کوي.

عمران خان ویلي، نړیوال تر بل هر وخت زیات په افغانستان کې سولې ته نږدې شوي او تمه یې ښودلې چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

عمران خان د ټرمپ د خبرو په تائید ویلي، افغانستان کې جګړه هېڅ پوځي حل نه لري او پوځي حل به د میلیونونو کسانو د وژلو په مانا وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist