Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یو افغان هم نه غواړي بې وطنه او بیا کډوال شي

admin by admin
2019/07/22

ولسمشر غني وايي، افغانستان له قفس وتلی او راتلونکې یې روښانه ده.

ولسمشر غني وايي، افغانستان له هیڅ ملت او یا کس سره بنسټیزه شخړه نه لري، بلکې شخړه زموږ په موقعیت ده.

ولسمشر غني د څارنې او انسجام د ګډ بورډ ۲۲ مې ناستې کې افغانستان له قفس وتلی وباله او د افغانانو لپاره یې د ښيې راتلونکی زیری ورکړ او وې ویل چې یو افغان هم نه غواړي بیا بې وطنه شي او د بې وطنه کېدو او سرګردانۍ عصر تللی دی. 

غني زیاته کړې چې افغانستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې موقعیت لري او افغانان عملاً هره ورځ د نړۍ امنیت لپاره د ترهګرې داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي.

ولسمشر ویلي، د سولې برنامه سبب شوه چې افغانان د موجوده نظام او د نظام د پياوړتیا او پایښت لپاره د مبارزې په ارزښتونو او د روانې جګړې په اړخونو پوه شي او دا کار اوس شوی دی.

ولسمشر غني په دغې ناسته کې د خبرو پرمهال د افغانستان جغرافیايي موقعیت د سیمې په کچه ارزښتناک بللی او ډاډ یې ښودلی چې دغه موقعیت، به موږ کرار کرار سیمه کې د عوایدو په څلور لارې بدل کړي. 

غني زیاته کړه چې د دښمن هیڅ تبلیغ او دسیسې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د ملت په زړونو کې مینه کمه نه کړه او نه هم هیڅ نفاق اچونکی په دې وتوانید چې موږ د ژبې او قوم په نوم جنګ ته را وکاږي.

ولسمشر د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له نړيوالو شریکانو او مرسته کوونکو مننه  وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان هم په دې لاره کې درنه بیه پرې کړې او اوس هم قرباني ورکوي.

ولسمشر غني د څارنې او انسجام د ګډ بورډ ۲۲ مې ناستې کې ویلي، اتلس کاله کېږي چې نړيوال افغانستان سره ولاړ دي او د ترهګرۍ ضد مبارزې سربېره په نورو برخو کې مرستې او همکارۍ کوي خو اوس یې وخت رسېدلی چې د اړیکو او مناسباتو دا کچه او ډول مثبت تغییر وکړي او ډاډ یې ورکړی چې کولی شي دغه تغییر مدیریت کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist