Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پولیسو تر اوسه د شهید عبدالر‌ؤف په تړاو څېړنې نه دي پیل کړي

admin by admin
2019/07/22

کورنیو چارو وزارت د پېښو څېړلو ژمنه کوي خو عملي کوي یې نه.

کورنیو چارو وزارت تر اوسه د شمشاد تلوېزون د شهید شوي ساتونکي عبدالرووف په تړاو څېړنې نه دي پيل کړي.

په کابل کې د ملي اردو په لوجستیکي او انجینري مرکز وسله وال برید کې د شمشاد یو ساتونکی هم په ډزو کې  شهید شو.

کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې وه چې د عبدالرووف د شهادت په تړاو به څېړنې کوي خو دوه ویشت ورځو په تېرېدو لا یې هم خپلې موندنې له شمشاد تلویزیون او د شهید له کورنۍ سره نه دي شریکې کړي.

دوه وېشت ورځې وړاندې طالبانو په کابل کې د ملي دفاع وزارت په لوژستیکي او انجینیري ریاست برید وکړ چې اته ساعته یي دوام وکړ.

په دغه برید کې د دواړو لورو په ډزو کې د شمشاد تلویزیون ساتونکي عبدالرووف هم شهید شو چې کورنیو چارو وزارت یې د قاتل د مالومولو ژمنه کړې وه .

کورنیو چارو وزارت په لومړیو کې یو څه خواوس بل څه وایي.

دا چې کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې څېړنې نه دي کړي په اټکلي ډول وایي چې عبدالرووف د وسله والو په ډزو وژل شوی دی .

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي داسې وویل (( ددغې قضیې لپاره د کورنیو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست مشترک ټیم ګمارل شوی او دقیقې څېړنې کوي..))

د ساتونکي کورنۍ بیا هم د کورنیو چارو وزارت د څېړنو ته په تمه ده، چې تر اوسه ورسره څېړنې نه دي شریکې شوي.

د شهید عبدالروف ورور؛ حاجي داوود داسې وايي (( موږ سره کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې وه چې مالومات به تاسې سره شریک کوو خو اوس چې له شلو ورځو زیاتې تیریږي تر اوسه پولیسو موږ سره مالومات نه دي شریک کړي.))

بل لورته هغه کورنۍ چې د کابل په بریدونو کې یې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یا ټپيان شوي په حکومت نیوکه لري، چې د خلکو د امینت په ټینګښت کې پاتې راغلی او کله چې ټپي یا ووژل شي پروا یې نه کوي.

نظامي کارپوه عتیق الله امرخېل د حکومت ټولو څېړنو ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي، چې حکومت ژمنه کوي؛ خو عملي کوي یې نه.

عام خلک له حکومت څخه جدي غوښتنه لري، چې د خلکو د امنیت تر څنګ دې په کړو ژمنو عمل وکړي ګنې خپل باور به نور هم له لاسه ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist