Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان پر ډیورنډ کرښه د پرتو قومونو بېلول غواړي

admin by admin
2019/07/22

پاکستان غواړي په اغزن سیم پښتانه قومونه بېل کړي.

د ملي دفاع وزارت وايي٬ پاکستان د اغزن تار په وسیله د ترهګرو مخه نشي نیولې او په همدې پلمه هڅه کوي چې پر ډیورنډ کرښه پراته قومونه سره جلا کړي.

د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د څرگندونو په غبرگون کې وایي٬ اغزن تار نشي کولای د ترهګرو ډلو مخه افغانستان ته ونیسي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي و، چې افغانستان سره په پوله د اغزن سیم غزولو امنیتي وضعیت ښه کړی او ترهگریزې پیښې یې پرله پسې کمې کړي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي٬ پاکستان د ترهګرۍ مرکز دی او د پاکستان صادقانه همکاري د ترهګرو ډلو فعالیتونه ختمولای شي نه اغزن سیم او کټارې.

د هیواد د شرقي ولایتونو اوسیدونکي د پاکستان اغزن تار د ترهګرو د مخنیوي لپاره اغزمن نه ګني خو زیاتوي یوازې غواړي پاکستان په دې کار سره دوه قومونه سره بیل کړي.

د افغانستان حکومت تل پاکستان د ترهگرو ډلو په زده کړو، تمویل او تجهیز ملامتوي او ویلي یې دي چې ترهگرې ډلې په پاکستان کې پناه ځایونه لري او په هغه هیواد کې خپل بریدونه پلان کوي او په افغانستان کې یې عملي کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او ځان د ترهگریزو بریدونو قرباني گڼي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist