بهرنیو ځواکونو په لوګر کې د ملکي وګړو په کورونو هوايي بریدونه کړي.
لوګر کې د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو کې د دوو کورنیو نهه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
لوګر کې د کوچیانو یو قومي مشر بهادر خان شمشاد ته وویل، تیره شپه د برکي برک ولسوالۍ دشت خاک سیمه کې بهرنیو ځواکونو پر یوه کور هوایي برید کړی چې په پایله کې یې د دغې کورنۍ نهه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
بهادرخان وايي په دې پېښه کې یو شمېر کسان هم ټپيان شوي خو کره شمیره یې یاده نه کړه.
د لوګر امنیه قومانداني دشت خاک سیمه کې هوایي برید مني او وایي چې له څیړنو وروستو به مالومه شي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که وسله وال طالبان دي.
بلخوا د برکي برک ولسوال ویس عبدالرحیم زي وویل، برید تېره شپه دولس بجې د یادې ولسوالۍ اړوند د خاکې په دښته کې د کوچیانو کمپ په نوم سیمه کې په دوه کورونو شوی دی.
ولسوال مني چې په برید کې اته تنه وژل شوي چې ښځې او ماشومان دي او شپږ نور ټپيان دي.
عبدالرحمیزی وايي په ټپیانو کې درې ښځې یو ماشوم او دوه سپین ږیري شامل دي. ولسوال وايي ټپیان د برکي برک ولسوالۍ اړوند قلعه ملک روغتون ته د درملنې لپاره و ړل شوي دي.