Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنې لومړیتوب دی او پر خپل وخت به ترسره شي

admin by admin
2019/07/21

مسوولین وايي، د سولې پروسه اوږده ده او ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او ټاکنو کمېسیون وايي د سولې پروسه پر ټاکنو اغېز نه لري او کمېسیونونه به په خپل وخت ټاکنې ترسره کوي.

ټاکنو کمېسیون د شکایتونو له کمېسیون سره په ګډه خبري غونډه کې خبر ورکړ چې سوله اړتیا ده خو ټاکنې لومړیتوب دی او رڼې ټاکنې د سولې لپآره هم مهمې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا د ټاکنو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ټاکنو د سلامت او کیفیت لپاره له ټاکنیزو کمېسیونونو سره همکاري وکړي.

دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو ډاډ ورکړ چې د ټاکنو لپاره چمتوالی د پلان مطابق روان دی.

ټاکنو کمېسیون د سولې او ټاکنو د دوه مبهمو مفاهیمو په تړاو وویل چې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي او د سولې پروسه یې نشي اغېزمنولی.

دې ناسته کې دواړو کمېسیونونو ګډه اعلامیه ورکړه او د شفافو ټاکنو ژمنه یې وکړه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا د ټاکنو له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې د سالمو ټاکنو لپاره له ټاکنیزو کمېسیونونو سره همکاري وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو او سولې په تړاو شمشاد ته وویل چې د سولې پروسه اوږد وخت ته اړتیا لري نو ځکه د ټاکنو ترسره کول اړین دي.

له دې وړاندې د ټاکنو لپاره په ټاکنو د څار بنسټونو اندېښنې شریکې کړې وې چې چمتوالی ورته سم ندی روان او که وضعیت همداسې وي ټول منلې او سرتاسري ټاکنې نشي کېدلی، خو د ټاکنو کمېسیون همدې اندېښنو ته هم ځواب ووایه او ژمنه یې و کړه چې ټاکنې به پر خپل وخت او رڼې ترسره کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist