• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا کې عمران خان ته ښه راغلاست نه دی ویل شوی

admin by admin
2019/07/21

.د پاکستان لومړي وزیر سره امریکا کې د تمې خلاف چلند شوی

عمران خان چې د یو لړ مهمو مسایلو د بحث لپاره امریکا ته تللی امریکايي چارواکي یې ښه راغلاست ته نه دي ورغلي.

د افغان سولې لپاره هڅې د سیمې هېوادونو تر منځ اوس په یوې سیالۍ اوښتي چې پاکستان په کې خپله ونډه غوښینه غواړي.

تازه عمران خان د ورسره پلاوي سره امریکا ته رسیدلې خو د امریکايي چارواکو له لوري له عمران خان سره شوی چلند د یو عادي کس په څیر و نه د یو هېواد د لومړي وزیر په توګه.

ټاکل شوې چې عمران خان به د د ریو ورځو لپاره امریکا کې وي البته د سپینې ماڼۍ خوب به نه ویني واشنګټن کې د پاکستان سفارت یې د شپې تیرولو یواځنی ځای دی.

افغان تحلیل کوونکي وایي د افغان سولې په تړاو د پاکستانیانو خبرې یوازې د افغانانو لپاره د بدو پایلو زیری دی او پاکستان بیا هم یوازې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره امریکا سره د افغان سولې او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په هکله غږیږي.

شاوخوا یو کال کیږي چې عمران خان د پاکستان لومړی وزیر ټاکل شوی، خو امریکا ته یې دا لومړنی رسمي سفر دی.

افغان سوله، ترهګرۍ سره مبارزه، او د پاکستان د سوداګرۍ ځينې مسایل ددغه سفر د بحث موضوعات ښودل شوي دي.

د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د امریکايي چارواکو تازه چلند دا ښيي چې د پاکستان په وړاندې فشارونه تر دې هم زیات دي چې اټکل یې کیده، لومړي وزیر عمران خان ته دا د خبرداري زنګ دی چې که غواړي له نړیوالې ټولنې سره پل واخلي نو په تیرو پلونو دې نه ځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
افغانستان

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist