نن شنبه په میدان وردګو کې ټول روغتیايي مرکزونه بېرته فعال شوي
د سویډن کمېټې د روغتیايي برخې مسوولین وایي چې تېره ورځ ناوخته یې لوی روغتیایي مرکزونه پرانیستل شوي وو او نن سهار راهیسې بیا ټولو مرکزونو خپل فعالیتونه پيل کړي دي.
ددغه بنسټ د پروګرامونو مسوول ډاکټر خالد فهیم ویلي چې دغه مرکزونه د ځايي خلکو او مخورو په منځګړیتوب پرانیستل شوي او خپلو عادي فعالیتونو ته به ادامه ورکړي.
طالبانو څو ورځې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې د سویډن کمېټې ته د خپلو کلینیکونو د تړلو امر وکړ.
له دې سره ۴۲ کلینیکونه په میدان وردګو کې تړل شوي وو چې له امله یې هره ورځ تر ۶۰۰۰ زره پورې ناروغان له روغتیايي خدماتو بې برخې کېدل.