Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیل‌زاد د افغان سولې خبرو لپاره نن کابل ته راځي

admin by admin
2019/07/20

ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا استازی نن یکشنبه کابل ته راشي.

د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو وقفه که څه هم اوږده وه، خو ټاکل شوې زلمی خلیل زاد نن کابل ته راشي.

باور کېږي چې خلیلزاد د هوکړې یوه خاکه واشنګتن ته وړې وه چې اووم پړاو کې پرې طالبانو سره لاسلیک کوي.

اوس زلمي خلیل زاد په خپل ټویټر لیکلي چې خبرې نوې پړاو ته داخلیږي او بل ګام اخیستو ته تیار دی.

خلیلزاد داسې ویلي (( په واشنګټن ډي سي کې له لنډو خبرو ورسته مې دا فرصت وموند چې د  جرمني له قونسلې او د هند سفیر او د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره وګورم او د افغان سولې بهیر په اړه خبرې وکړو. چمتو والی نیسم چې د سولې د خبرو لپاره یو بل ماموریت پېل کړم. ))

قطر کې پخوانی ډیپلوماټ صفت ساپی داسې  وايي (( له نوي ماموریت یو هدف همدا دی چې له دې نه وروسته هم امریکایان او هم نور ښکېل اړخونه په سولې پروسه کې وغواړي چې د افغاني مذاکراتو نوي پړاو ته داخل کړي.))

ممکن اووم پړاو د طالب او امریکا د خبرو وروستی پړاو وي چې خپلمنځۍ خبرې پیل شي.

طالبان که امریکا سره د بهرنیو ځواکونو په مهالوېش هوکړه کوي طالبان به هم اوربند اعلانوي او هم به حکومت سره خبرې پیلوي.

تمه کېږي چې امریکا به د سولې پروسه افغانستان کې له ټولټاکنو وړاندې پای ته ورسوي هغه پروسه چې کمپایني دوره یې یوه اونۍ وروسته پیلیږي.

له دې سره سولې شورا د دوحې له ناستې تمه لري چې خبرې به د طالب او حکومت ترمنځ کېږي.

خو د امریکا سناتورانو له امریکایي ولسمشر غوښتي چې طالبانو سره کېدونکې څه ډول سوله غواړي؟ اصلي که جعلي

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist