• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر: ټاکنې حتمي، ضروري او د حکومت ملي وجیبه ده

admin by admin
2019/07/18

ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

ولسمشر اشرف غني د چهار شنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې ویلي، ټاکنې حتمي، ضروري او د حکومت ملي وجیبه ده.

بلخوا بیا په کابل کې د امریکا سفارت د ټاکنو له پروسې سره د ۲۹ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ، چې عملیاتي برخه کې به مصرف شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په کابل کې د چک جمهوریت له سفیر پیټرس ټېفنېک سره په کتنه کې بیا ویلي، له ټولو ستونزو سره سره، چې سولې ته د رسېدو په لاره کې شته، حکومت ژمن دی، چې په دې اړه جدي کار وکړي.

محب ویلي، دوحه کې د افغانانو ترمنځ وروستۍ ناستې یو لړ ښه پیغامونه درلودل چې پر بنسټ یې کېدلای شي د سولې لپاره د تفاهماتو پروسه پیل شي.

هغه ټینګار کړی، چې د سولې بهیر باید محتاط، دقیق او حساب شوی وي، چې پایله یې افغان ولس ته د ثبات او ښه ژوند راتګ وي.

په ورته وخت کې د چک سفیر ویلي، هیواد یې سولې ته د رسېدو په اړه د افغانانو ملاتړ کوي او دغه راز به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
افغانستان

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist