ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د حکومت استازي به په شخصي ډول غونډه کې برخه اخلي خو د حکومت استازولي به نه کوي.
د قطر پلازمینه دوحه به د راروانې اونۍ په سر کې د یوې بین الافغاني ناستې کوربه وي چې شاوخوا ۶۰ کسان به په کې برخه اخلي چې د حکومت استازي هم وربلل شوي دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم وایي، حکومت په دې ناسته کې برخه اخلي خو استازي یې د حکومت په استازولۍ برخه نه اخلي.
د طالبانو له اړخه مالومات دا دي چې په قطر کې د جرمنیانو په همکارۍ جوړېدونکې ناسته کې د ټیټې کچې خلک برخه اخلي او دوی ته په کې کوم صلاحیت نه دی ورکړل شوی.
په قطر کې پخوانی ډیپلوماټ صفت الله ساپی باور لري چې دا ناسته یوازې د دې لپاره ده چې قطر څخه د غوندو مسیر بدل شي.
امریکایان او طالبان په قطر کې په اووم پړاو خبرو لګیا دي خو داسې ویل کېږي چې خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
افغانستان کې د امریکا په استخباراتي حضور ټینګار یو هغه لامل دی چې قطر کې خبرې له پرمختګه غورځېدلې دي.
اوس د بهرنیو چارو وزارت کار روان کړی چې یوه داسې ناسته برابره کړي چې وکولی شي د جرمني د منځګړتوب مالومات له یو بل سره شریک کړي.
له دې سره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي مرستیال ویلي چې د عمران خان د افغان حکومت په رضایت طالبانو سره خبرې کوي.
سره له دې چې د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول باور کېږي خو دغه هېواد تر اوسه پورې کوم عملي اقدام نه دی کړی.